د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې ۷ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او مشروبات له منځه یووړل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۵
moph

 یاد خوراکي توکي او مشروبات د سنګین ولسوالۍ له بازار څخه د اړوندو ادارو مسؤلینو د ګډې کمېټې له لوري راټول شوي وو او د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو عمده پلورونکو او د خوراکي تاسیساتو مسؤلینو ته وویل، ټول تولیدات او وارداتي توکي یوازې د رسمي جواز تر ترلاسه کولو او د باوري لابراتوار له لوري د کیفیت تر معاینې وروسته بازار ته وړاندې کړئ؛ څو هېوادوالو ته معیاري، باکیفیته او خوندي توکي ورسېږي او خلک له احتمالي ناروغیو څخه وژغورل شي او ټینګار یې وکړ، که هر څوک له روغتیایي قوانینو څخه سرغړونه وکړي، له قانوني چلند ترسره به مخ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS