د عامې روغتیا وزیر د WHO له مشر سره د نري رنځ د خدماتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۱۹
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر، ښاغلي ايډوين سينيزا سلاوډور، د دې سازمان د مرکزي او سيمه‌ييز دفتر د توبرکلوز (نري رنځ) برخې له مسؤلينو سره لیدنه تر سره کړه:

په دې لیدنه کې د توبرکلوز برخې د خدماتو د پياوړتيا، روغتيايي مرکزونو ته د نري رنځ په برخه کې د لا زياتو اسانتياوو برابرولو، ناروغانو ته د معياري او پر وخت خدماتو وړاندې کولو، د خدماتو د لا ښه والي لپاره د بودجې د زياتوالي، د تشخيص او درملنې د بهير د اغېزمنتيا او د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په اړه هر اړخيز بحثونه او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له مشر او مل پلاوي څخه د دوامدارو همکاریو له کبله مننه وکړه او ويې ويل: (د نري رنځ ناروغۍ مخنيوی او درملنه د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه ده او موږ هڅه کوو، چې د نړيوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ، د هېواد ټولو اوسېدونکو ته معياري روغتيايي خدمات ورسول شي).

ښاغلي وزیر زياته کړه، د روغتيا نړيوال سازمان همکاري د روغتيايي نظام د پياوړتيا، د ناروغيو د کنټرول او د عامې روغتيا پروګرامونو د ښه والي لپاره خورا مهمه ده.

بل لور ته د روغتيا نړيوال سازمان مشر او د توبرکلوز برخې نړيوالو مسؤلينو خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د نري رنځ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې، د خدماتو د پراختيا او د عامې روغتيا وزارت سره د بشپړې همکارۍ او پاملرنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي روغتون له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مقام مشاورینو (ډاکټر حدیدالله ذاکري او ډاکټر علي احد) د HMIS تخنیکي کارکوونکو، پروفیسور ډاکټر ایمل وردګ او پروفیسور ډاکټر نجیب‌ الله سکندري هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۲:۱۲
Background image

نن دوشنبه د هېواد په مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

په دې کمپاین کې به تر پنځه کالو کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي؛ څو د پولیو خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او ماشومان له تلپاتي فلج څخه وژغورل شي.

راځئ! د خپلو ماشومانو په. . .

BACK TO NEWS