د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په موخه د خیرخانې ۱۰۲ بستریز او استقلال تخصصي روغتونونو څخه څلورم پړاو نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۴
moph

د ټرینر متخصصینو، ټریني ډاکټرانو د ستونزو او اکمال تخصص پروګرام د تشو ارزونې په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي چارو ریاست د څارنې ټیمونو د خیرخانې ۱۰۲ بستر او استقلال تخصصي روغتونونو څخه لیدنه تر سره او د یادو روغتونونو له رهبرۍ، د ښوونیز پروګرام له مسؤلینو، د ډیپارټمنټونو له مسؤلینو، متخصصو ټرینرانو او ټریني ډاکټرانو سره یې د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په اړه غونډه ترسره کړه.

یادو ټیمونو د تخصصي پروګرام د معیاري کولو، د اکمال تخصص لوی ریاست موخو ته د رسېدو او همدارنګه د مهمو موضوعاتو د ارزښت په اړه، چې په کې د Curriculum تطبیق لکه: علمي کنفرانس، Logbook، Bedside Teaching، Morning Report، Visit او Case Presentation شامل وو، خبرې وکړې، ځکه یادې موضوعګانې د ډاکټرانو د علمي کچې او مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې بنسټیز رول لري.

د یادونې وړ ده، چې دغه بهیر د مرکز او ولایتونو په ټولو تخصصي روغتونونو او همدارنګه په متممو تخصصي مرکزونو (نظامي او خصوصي تخصصي) کې هم د تطبیق وړ دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۵
Background image

هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول

ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
Background image

ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد. . .

BACK TO NEWS