د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارت پروسیجرونو لا پیاوړتیا او نظارتي چارو اغېزمنتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۵۰
moph

په دې ناسته کې چې د روغتیايي تاسیساتو رئیس، مولوي محمودالله ذاهد، د اړوندو ریاستونو مسؤلینو، تخنیکي او مسلکي استازو ګډون کړی و، د ګډ نظارت پروسیجرونو لا پیاوړتیا، د نظارتي چارو اغېزمنتیا او مؤثرې همغږۍ رامنځته کېدو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.

په ياده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې هر شخص یا اداره له قانوني اجازې پرته هغه روغتیايي مرکزونه، چې د اړوندو مرجعو له لوري مهرلاک شوي وي، په خپل سر بېرته پرانیزي، د څارنې او پلټنې لوی ریاست به د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه، د ناستې په پای کې د ګډ نظارت لپاره ځانګړي تخنیکي ټیمونه وګومارل شول او دنده ورکړل شوه، چې د منظور شوي پلان او چک لېست له مخې خپل نظارتي فعالیتونه پیل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۵
Background image

هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول

ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
Background image

ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد. . .

BACK TO NEWS