د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!!

rasooli_admin
MOPH

د بهرنیو کلینیکي اسناد لرونکو ډاکټر صاحبانو د پام وړ!

۱- هغه ډاکټر صاحبان چې دوه کلن کلینیکي اسناد یې د بهرنیو هېوادو څخه ترلاسه کړي وي، خو ډیپلوم ونه لري، د منلو وړ نه دي.

۲- هغه ډاکټر صاحبان چې دوه کلن اسناد ولري او ډیپلوم یې هم ترلاسه کړی وي، د ډیپلوم د شتون په صورت کې یې اسناد د ۲۰۲۷ کال تر پایه ارزول کیږي، د یادې نېټې په انقضاء سره یې ډیپلوم نه ارزول کیږي.

۳- هغه ډاکټر صاحبان چې د تخصص بشپړولو څخه مخکې یې فیلوشیپ ترلاسه کړی وي، اسناد یې د منلو وړ نه دي.

 

 

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

خبرتیا!

د بغلان ولایت ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ړوندوالي کچې راکمولو په موخه د ۱۴۰۵/۴/۱۴ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۴/۲۵ پورې یاد ولایت ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست خبرتیا!

موضوع: د هغو کسانو د نوم‌لیکنې او ازموینې د اعلان په اړه چې له هېواد څخه بهر یې زده کړې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست د خپل کاري پلان له مخې . . .

Back to announcements