خبرتیا!
موضوع: د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم فراه ولایت ته سفر وکړ
د فراه ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده روغتیايي پاملرنې ټیم د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې کمولو په موخه، د ۱۴۰۵ کال د لړم (عقرب) میاشتې له ۹مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سفر کوي او د دغه ولایت بېوزلو اوسېدونکو ته به د سترګو لاندې وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
- د سترګو د کترکت ۵۰۰ عملیات
- د مطالعې لپاره د نږدې لید، ۱۰۰۰ عینکو وېش
- د ۴۰۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ تنو ناروغانو لپاره د اړینو درملو وېش
له همدې امله، د فراه ولایت له هغو درنو اوسېدونکو څخه چې د سترګو په ناروغیو اخته دي، غوښتنه کېږي چې د یادې مودې په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیايي پاملرنې د ګرځنده ټیم له وړیا خدمتونو څخه ګټه واخلي.
