د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ۵ /۰۳ / ۱۴۰۴ نېټې څخه تر ۱۵ / ۰۳/ ۱۴۰۴ نېټې پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، لغمان ولایت ته واستوي؛ ترڅو لاندې روغتیايي خدمات ترسره کړي.

- ۱۵۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول

- ۳۵۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

- د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې په لغمان ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په ذکر شوې نېټې مراجعه وکړي؛ ترڅو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې وشي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۵۷
Background image

خبرتیا!

 د عامې روغتیا وزارت د مسلکي بستونو نوماندانو د پام وړ!

د  شارت لیست د پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ، چې د  درې کاري ورځو په ترڅ کې خپل شکایتونه د چارو ادارې لوی ریاست، د اداري . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عمومي داخلې او فامیلي میډیسن متخصصینو د پام وړ!

د FMIC روغتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د خپل تخصصې پروګرام په ترڅ کې غواړي د نيورولوژي څانګه کې دوه تنه ټريني ډاکټران جذب کړي.

د عمومي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست خبرتیا!

هغو محترمو ټریني ډاکترانو ته، چې د ۱۴۰۵ کال د اکمال تخصص پروګرام کې بریالي شوي دي، خبر ورکول کېږي څو په یاد پروګرام کې د خپلو شمولیتي چارو د طی مراحلو لپاره د لاندې مهالوېش له مخې د . . .

Back to announcements