د جوزجان ولایت دوه سوه بستریز ولایتي روغتون کې اداري برخې لپاره د نوې ودانۍ ډبره کیښودل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۵:۱۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولایت دوه سوه بستریز ولایتي روغتون کې اداري برخې لپاره د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې نوې ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي، مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، د جوزجان عامې روغتيا رئیس قاري ذبیح الله حسیني، مسئولینو،علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي، مولوي محمد اسحاق صاحب زاده وویل: چې یاد تعمیر د عامې روغتيا وزارت له مالي بوديجې د  ۲۹ میليونه افغانيو په ارزښت درې پوړونو کې جوړېږي چې ټول لازم ملحقات به ولري.

ښاغلي صاحبزاده ددغه ودانۍ جوړېدل اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې په جوړېدوسره به  یې د ولایتي روغتون اداري چارو او روغتیايي خدماتو کې د پام وړ بدلون راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS