د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د جوړېدونکو سرطاني ناروغیو مرکزونو په هکله د وزارتونو له استازو او اړوند مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۳:۳۵
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د وزارت مرکزي رئیسانو، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو او اټومي انرژۍ وزارتونو استازو شتون درلود، چې د سرطاني ناروغیو مرکزونو جوړېدو په موخه د لارو چارو د ترتیب لپاره د یوې کمېټې پر جوړېدو بحث او خبرې ترسره شوې.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له لوري یوه کمېټه وټاکل شوه، چې په راس کې یې د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس، ډاکټر میرویس احمدزی، د تشخیصیه خدماتو رئیس، د انکالوژي پروژې استازی، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو او اټومي انرژۍ وزارتونو استازي شتون لري؛ ترڅو په منظمه او اغېزمنه توګه د یادو مرکزونو د چارو پر مخ وړولو لپاره تخنیکي موضوعات وڅیړي او له تحلیل وروسته یې له اجنډا سره یو ځای بین الوزارتي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۶:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت او WHO ترمنځ د روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې لپاره د SPDI ډشبورډ د کارونې په تړاو آنلاین غونډه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د روغتیا نړیوال سازمان له مسؤلینو سره د داشبورد Service Package Delivery & Implementation Platform  د معرفي کولو او د روغتیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۰
Background image

د لغمان ولایت الينګار ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیایي سکټور او د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د لغمان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې ټيم له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ٢٧ قلمه له نېټې تېر درمل او ١٨ قلمه بې کيفيته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه. . .

BACK TO NEWS