د جاپان سفیر په ننګرهار ولایت کې د روږدو د درملنې له ۱۷۰ بستریز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۲:۳۷
moph

په افغانستان کې د جاپان سفیر کورومیا تاکایوشي ننګرهار ولایت د خپل سفر په ترڅ کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف یې ملتیا کوله د روغتیا نړیوال سازمان د مسؤلینو سره په ګډه په نشه يي توکو د روږدو د درملنې له ۱۷۰ بستریز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

 

د جاپان سفیر په یاد روغتون کې د روږدو په درملنه خوښي څرګنده کړه او په یاده برخه کې یې د دوامداره همکارۍ داډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۷
Background image

د تخار په ولایتي روغتون کې د جدي پاملرنې ۱۰ بستريزه څانګه پرانیستل شوه

د تخار په ولایتي او تخصصي روغتون کې د جدي پاملرنو (ICU) ۱۰ بستریزه څانګه د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې څخه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د دغې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست کې د خپل منځي همغږۍ پیاوړتیا او د ياد رياست د فعاليتونو په اړه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سير پاڅون، اړوندو رئیسانو او د ډيپارټمنټونو مسؤلینو شتون درلود، د مسؤلینو تر منځ د اغېزمنې همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د یاد روغتون د بنسټ ډبره د دغه ولایت د مرستیال والي، عامې روغتیا رئیس، یو شمېر مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې کېښودل شوه.

دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له. . .

BACK TO NEWS