خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ساختماني، لوژستیکي، د دوایي او طبي تجهیزاتو تولیدي او خدماتي شرکتونو د پام وړ!

 

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو ساختماني، لوژستیکي، د دوایي او طبي تجهیزاتو خدماتي شرکتونو ته په ډېر درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست سره ثبت او راجستر کړي، تر څو د یاد وزارت په تدارکاتي پروسو کې د ګډون په پار په اسانۍ سره خبر ورکړل شي او د ګډون په موخه لاندې واټس اپ ګروپ کې له مونږ سره یوځای او د تدارکاتي فرصتونو څخه په خپل وخت خبر واوسي.

https://chat.whatsapp.com/ChERz49SoFJKty44j7R7Al

یادونه: د ثبت او راجستر لپاره د شرکت د جواز کاپی، رسمي ایميل ادرس، اړیکې شمېره او لازم اسناد اړین دي.

پته: وزیر محمد اکبرخان مینه، د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت، د تدارکاتو ریاست.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۳۱
Background image

خبرتیا!

د هغو محترمو متخصصینو د پام وړ چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive)  ازموینه کې بریالي شوي دي:

هغه محترم متخصصین چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive) ازموینه بریالي شوي، کولای شي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۱۳
Background image

د ټولو محترمو ساختماني او لوژستیکي شرکتونو د پام وړ:

بلنه!

د عامې روغتیا وزارت غواړي چې د دې وزارت اړوند ټولې ودانېزې، د اجناسو او خدمتونو پروژې په شفافیت سره تر سره او د ازادې داوطلبۍ له مخې مستحقو شرکتونو ته ورکړل شي دا وزارت په پام کې . . .

Back to announcements