له نندارتون څخه د مسؤولینو د لیدنو په جریان کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د روغتیا افغانستان له دویم نړیوال او کورني نندارتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۲۸
moph

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي نجم الرحمن فضلي او د دې شرکت یو شمېر نورو کارکوونکو د افغانستان د روغتیا په دویم نړیوال او داخلي نندارتون کې ګډون وکړ.

د شرکت پلاوي د نندارتون په بېلابېلو برخو کې د درملو له تولیدوونکو اوعرضه‌کوونکو شرکتونو لیدنه وکړه او د یادو شرکتونو له مسؤولینو سره یې د درملو د تولید، کیفیت، عرضه او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د یادونې وړ ده چې له نندارتون د هیوادوالو لیدنې ادامه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۴۴
Background image

له نندارتون څخه د مسؤولینو د لیدنو په جریان کې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر رئیسانو د روغتیا افغانستان له دویم نړیوال او کورني نندارتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت ښاغلو رئیسانو په ګډه د نندارتون په بېلابېلو برخو کې د درملو د تولیدوونکو فابریکو له غرفو ، د روغتونو له استازو او توریدي شرکتونو له غرفو څخه لیدنه وکړه .

نوموړو د. . .

BACK TO NEWS