له نندارتون څخه د مسؤولینو د لیدنو په جریان کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د روغتیا افغانستان له دویم نړیوال او کورني نندارتون څخه لیدنه وکړه
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي نجم الرحمن فضلي او د دې شرکت یو شمېر نورو کارکوونکو د افغانستان د روغتیا په دویم نړیوال او داخلي نندارتون کې ګډون وکړ.
د شرکت پلاوي د نندارتون په بېلابېلو برخو کې د درملو له تولیدوونکو اوعرضهکوونکو شرکتونو لیدنه وکړه او د یادو شرکتونو له مسؤولینو سره یې د درملو د تولید، کیفیت، عرضه او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د یادونې وړ ده چې له نندارتون د هیوادوالو لیدنې ادامه لري.
