د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د «افغانستان د روغتیا» پنځه ورځنی دوهم داخلي او نړیوال نندارتون نن درېمه ورځ هم دوام لري
په دغه نندارتون کې کورنیو او بهرنیو تولیدي شرکتونو، د درملو واردوونکو او تولیدوونکو شرکتونو، خصوصي روغتیايي بنسټونو او اړوندو ادارو خپل تولیدات، روغتیايي محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
دغه نندارتون د روغتیايي سکتور د وړتیاوو معرفي کولو، د کورنیو درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید پیاوړتیا، د پانګونې راجلبولو او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو او تخنیکي اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت بلل کېږي.
