له نندارتون څخه د مسؤولینو د لیدنو په جریان کې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر رئیسانو د روغتیا افغانستان له دویم نړیوال او کورني نندارتون څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت ښاغلو رئیسانو په ګډه د نندارتون په بېلابېلو برخو کې د درملو د تولیدوونکو فابریکو له غرفو ، د روغتونو له استازو او توریدي شرکتونو له غرفو څخه لیدنه وکړه .
نوموړو د داخلي تولید اړوند خورا خوښي څرګنده او د راتلونکي لپاره یې د لا ښې همکارۍ ژمنه وکړه.
د روغتیا افغانستان نندارتون لا هم تر یکشنبې ورځ ادامه لري کولای شئ ورڅخه لیدنه وکړئ.
