د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د تخار ولایت د فرخار او ورسج ولسوالیو له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۱۳
mOPH

د عامې روغتيا وزير، د فرخار ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون د ودانیزو چارو بهیر او د ورسج ولسوالۍ په جامع روغتیايي مرکز کې د وړاندې کېدونکو خدمتونو بهير وکاته او د خدمتونو لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پر مهال طبي اخلاق او مسلکي معیارونه په پام کې ونیسي.

همدارنګه، ښاغلي وزير د روغتیايي کارکوونکو او د تطبیق کوونکې مؤسسې هڅې وستایلې او د هېوادوالو د روغتیايي ستونزو حل او غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د لا زیاتو هڅو سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیلېږي

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د. . .

BACK TO NEWS