د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور او بلخ ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې د یادو ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د شته وضعیت، موجودو ستونزو حل، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غور د عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس په دغه ولایت کې د یو شمېر نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د ولایتي روغتون د ارتقا په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې یې د وزارت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
همدارنګه، د بلخ د عامې روغتیا رئیس، رحمتالله منصور په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د اوسني وضعیت او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او پراختیا په موخه یې یو شمېر وړاندیزونه شریک کړل.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یادو ولایتونو د روغتیايي ستونزو د حل او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت ټولو هېوادوالو ته د باکیفیته، عادلانه او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، شته ستونزو حل او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو په موخه هڅې دوام ولري.
