د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور او بلخ ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۶
moph

په دې لیدنه کې د یادو ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د شته وضعیت، موجودو ستونزو حل، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

د غور د عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس په دغه ولایت کې د یو شمېر نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د ولایتي روغتون د ارتقا په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې یې د وزارت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

همدارنګه، د بلخ د عامې روغتیا رئیس، رحمت‌الله منصور په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د اوسني وضعیت او شته ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او پراختیا په موخه یې یو شمېر وړاندیزونه شریک کړل.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یادو ولایتونو د روغتیايي ستونزو د حل او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت ټولو هېوادوالو ته د باکیفیته، عادلانه او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، شته ستونزو حل او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو په موخه هڅې دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور او بلخ ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د یادو ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د شته وضعیت، موجودو ستونزو حل، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

د غور د عامې روغتیا رئیس، مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۰
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د فراه له والي، ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې په فراه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا، خلکو ته د لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.

د فراه والي د عامې روغتیا وزارت له. . .

BACK TO NEWS