د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو معینیت کې د کندهار ولایت د ميرويس سيمه ييز روغتون د ارتقاء، ريفورم او خدماتو ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۳۷
moph

دا ناسته د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د دې وزارت د مرکزي رئیسانو په شتون کې د ميرويس روغتون د خدماتو پياوړتيا، د بستونو شمېر زياتوالي، په دې روغتون کې د پولي کلينيک او ICU څانګې جوړولو، شته منابعو، بشري سرچينو او ظرفيتونو ارزونې په موخه ترسره شوه.

ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د پلان او پالیسۍ لوي رئيس ډاکټر سيد رسول منګل په مشرۍ يوې ځانګړې تخنيکي کميټې ته دنده وسپارله، چې د ميرويس روغتون د شته ظرفيتونو، ستونزو ارزونې او لازم تطبیقي چوکاټ جوړولو په موخه کندهار ولایت ته سفر ترسره او د روغتون د ظرفيت لوړونې، خدماتو ښه والي او پياوړتيا لپاره بشپړ مطالعات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور او بلخ ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د یادو ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د شته وضعیت، موجودو ستونزو حل، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او پراختیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

د غور د عامې روغتیا رئیس، مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۰
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د فراه له والي، ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې په فراه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا، خلکو ته د لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.

د فراه والي د عامې روغتیا وزارت له. . .

BACK TO NEWS