د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د دې روزنیز پروګرام موخه د درملو واردولو قانوني بهیرونو برخه کې د ګډونوالو ظرفیت لوړونه او د دې سکټور له نافذه مقرراتو او لازمو شرایطو سره د هغوی لا ډېره اشنايۍ ده، چې په کې ګډونوال د خوړو او درملو معینیت له دندو او تنظیمي صلاحیتونو، د درملو د ثبت او راجستر بهیر، د کورنیو تولیداتو ثبت، د وارداتو د جواز ترلاسه کولو پړاوونو، د کنټرول لاندې توکو طی مراحلو، د نمونو اخیستنې او کیفیت کنټرول، د ګمرکي تصفیې بهیر، د مجاز درملو ملي لېست، د درملو وارداتو بهیر له شته ننګونو او د هغو د ښه والي له لارو چارو سره آشنا شول.
د خوړو او درملو معینیت مسؤلینو وویل: د دې پروګرام د جوړېدو موخه د ملي او نړیوالو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د درملو قانوني د وارداتو بهیرونو اسانتیا، د نافذه مقرراتو په اړه د پوهاوي لوړول او د تنظیمي معیارونو د رعایت پیاوړتیا ده او ټینګار وکړ، چې د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول د شفافیت تأمین، د خدمتونو اسانتیا، د وارداتي بهیرونو کیفیت ښه والي او د هېوادوالو لپاره د خوندي، اغېزمنو او معیاري درملو د لاسرسي په تضمین کې مهم رول لري.
