د عامې روغتیا وزارت د ارزونې رئیس په هرات کې د روغتیايي خدمتونو ارزونه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۱۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ارزونې، تحلیل او د ارقامو تجزیې رئیس، ډاکټر خان مسلم هرات ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د یو شمېر جامع روغتیايي مرکزونو او د گذره ولسوالۍ روغتون د روغتیايي خدمتونه ارزونه وکړه

د دغې ارزونې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوارونو وضعیت، د واکسیناسیون خدمتونه، حفظ‌الصحه، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د روغتونونو نظافت او د انتاناتو د کنټرول اصولو رعایت د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول.

همدارنګه، د ارزونې پر مهال د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو، د ساري ناروغیو د کنټرول مسلکي اصولو پر مراعتولو، له شته امکاناتو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS