ټول خبرونه
په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول
دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.
د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .
چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه
دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .
د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .
په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د دغه روغتون پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .
د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:
. . .د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .
د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .
د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د دې. . .
د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول
دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.
د عامې روغتیا ریاست مسؤلین. . .
