مولوي حمدالله زاهد د ابو‌علي سينا بلخي دويم ملي او نړیوال نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۴۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد د ابو‌علي سينا بلخي دويم ملي او نړیوال نندارتون له غرفو څخه د ليدنې پر مهال د درملو توليدي شرکتونو، روغتيايي محصولاتو او د روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکو له فعالیتونو لیدنه وکړه

د دې نندارتون د جوړېدو موخه د کورنيو توليداتو څخه ملاتړ، د پانګونې وده، د روغتيايي خدمتونو پراختيا او د هېواد د شته ظرفيتونو معرفي کول دي، چې د افغانستان د نړيوال نندارتون په مرکز کې ترسره کېږي.

همدارنګه، د خوړو او درملو مرستیال د کورنيو توليداتو پر معياري کولو او د GMP نړيوال سند ترلاسه کولو لپاره پر هڅو ټينګار وکړ او د شرکتونو له مسؤلينو يې وغوښتل، چې له شته فرصت څخه د خپلو توليداتو د معرفي کولو، سوداګريزو اړيکو پراختيا او د پانګونې د جلب لپاره ګټه واخلي او د توليداتو د کيفيت ښه والي او تخنيکي معيارونو بشپړولو ته لا زياته پاملرنه وکړي.

دغه راز، د دې نندارتون ګډونوالو د خصوصي سکتور د ودې او پانګه‌والو ته د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت له ملاتړ څخه هرکلی وکړ او د خدمتونو او معياري توليداتو د کيفيت لا ښه والي لپاره يې د خپلو هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS