په کابل کې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر دوام لري
د عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم له لوري په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر په ترڅ کې له چشم امان، معالجوی امیر سروري، معالجوي دوکتور نجیب الله امرخیل، معالجوي عزیز عرفان، معالجوي جلدي پایتخت او شفاجو روغتونونو څخه لیدنې وکړې
د دې ليدنو پر مهال خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم غړو وویل: د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل شوی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی.
د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر به په مرکز کابل کې له بشپړېدو وروسته ولایتونو ته هم وغځول شي؛ څو د ټولو خصوصي روغتونونو خدمات د ټاکل شوو معیارونو له مخې وارزول شي.
