په هرات کې له ۲۵ خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۰
MOPH

د هرات ولایت عامې روغتیا ریاست د خوراکي توکو د تولیدي او توزيعي تاسیساتو د پلټنې عمومي مدیریت مسؤلینو د هرات ښار د پنځلسمې ناحیې جکان او غند يازده شهر اړوند سیمو کې د خوراکي توکو له ۲۵ پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ

د دې نظارت په ترڅ کې (۱۰) قلمه بېلا بېل خوراکي توکي چې  (۴۰) کارتنه کېدل او شاوخوا ۲۱۵ کیلوګرامه وزن یې درلود، راټول  او د له منځه وړلو په موخه  ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

همدارنګه، د پلورنځیو مسؤلينو ته لازمې روغتیايي او اصلاحي لارښوونې وشوې؛ څو د غیرمجاز، له نېټې تېر او غیر صحي خوراکي توکو له ساتلو او پلورلو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغانستان د روغتیا دوهم ملي او نړيوال نندارتون د پيلېدو په تړاو خبري کنفرانس ترسره شو

ياد نندارتون چې د روان کال د عقرب میاشتې په ۲۰مه نېټه به پيل او تر ۲۴ نېټې پورې به دوام ولري، په اړه يې جوړ شوي خبري کنفرانس کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

په غور ولايت کې ۱۷۸ روغتیايي کارکوونکو لپاره د خوارځواکۍ او ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

ياد پروګرام د «Wasting او ECD» تر سرلیک لاندې د خوارځواکۍ له امله د بدن د وزن شدید کمښت تشخیص او درملنې او د ماشومانو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ د ملاتړ په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS