په هرات کې له ۲۵ خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
د هرات ولایت عامې روغتیا ریاست د خوراکي توکو د تولیدي او توزيعي تاسیساتو د پلټنې عمومي مدیریت مسؤلینو د هرات ښار د پنځلسمې ناحیې جکان او غند يازده شهر اړوند سیمو کې د خوراکي توکو له ۲۵ پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ
د دې نظارت په ترڅ کې (۱۰) قلمه بېلا بېل خوراکي توکي چې (۴۰) کارتنه کېدل او شاوخوا ۲۱۵ کیلوګرامه وزن یې درلود، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
همدارنګه، د پلورنځیو مسؤلينو ته لازمې روغتیايي او اصلاحي لارښوونې وشوې؛ څو د غیرمجاز، له نېټې تېر او غیر صحي خوراکي توکو له ساتلو او پلورلو څخه ډډه وکړي.
