په ټول هیواد کې د پولیو واکسین دوهم پړاو کمپاین په روان زیږدیز کال کې پیل شو

Panah_moph

کابل، ۱۹/۷/۱۴۴۳/ هـ . ق ۲/۱۲/۱۴۰۰ هـ. ش

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ نن په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ. دا په روان کال کې د پولیو د واکسین دوهم پړاو سرتاسري کمپاین دی، چې موخه یې ۹،۱ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو پر وړاندې واکسین شي.

په دې کمپاین کې بامیان، دایکندي او غور ولایتونه او د غزني او بدخشان ولایتونو یو شمیر ولسوالۍ د سړې هوا له امله نه دي شاملې. همداراز دغه کمپاین به په دوو پړاوونو کې پلی کیږي، چې دویم پړاو یې په سویلي او ختیځه حوزو کې د کب یا حوت میاشتې په ۹مه نیټه پیل شي.

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په هیواد کې اوسنې وضعیت د پولیو د واکسین د کمپاینونو او نورو روغتیايي خدمتونو د ښه تطبیق او وړاندې کولو لپاره مساعد وباله او له ټولو روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو څخه چې د پولیو واکسیناسیون په برخه کې کار کوي غوښتنه وکړه چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې وکړي او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین په ښه توګه تطبیق کړي.

افغانستان د پخوا په پرتله د پولیو له منځه وړلو ته ډير نږدې شوی او ټول هیوادوال باید په ګډه کار وکړي ترڅو د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب سره پلي شي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او يوازې د واکسين په مټ يې مخه نيول کيداى شي. هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته کیږي د تل لپاره فلج یا مړه کیږي.

په روان زیږدیز کال تر اوسه په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې او د دغه ویروس جنیټیکي ریښه د پاکستان کویټې له مثبتو پېښو سره تړاو لري.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۱۹
Background image

د FMIC (فرانسوایانو) روغتون خبرتیا!

موضوع: د FMIC روغتون پنځلسم نړیوال کلنی ساینسي کنفرانس:

ټاکل شوې ده، چې د (FMIC)  روغتون پنځلسم نړيوال کلنی ساینسي کنفرانس به د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۳مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، په FMIC . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۴۷
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

ټاکل شوې چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د  Comprehensives عملي ازموینه د OSCE له روش سره سم د مرکز په تخصصي روغتونونو کې د روان کال سنبلې میاشتې په ۹مه، ۱۰ مه او ۱۱مه نېټه (یکشنبې، دوشنبې او سې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۸:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص (Comprehensive) ازموینې پایلې!

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص (Comprehensive) ازموینې پایلې د لاندې لینک څخه موندلائ شئ.

https://nexa.gov.af/fa/search-result/73

 

Back to announcements