ننګرهار ولایت کې د یو پرمختللي ریفرینس لابراتوار د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۷:۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ننګرهار ولایت کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو پرمختللي ریفرینس لابراتوار د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا په برخه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو، د ننګرهار د والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوري او د دغه ولایت د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد لابراتوار جوړېدل د ختیځ زون په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایت اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه او ویې ویل: ( د هېواد په کچه دا شپږم ستر لابراتوار دی چې جوړیږي او د ۲۴ څانګو لرلو سربېره به په ټولو اړینو لابراتواري تجهیزاتو سمبال او په بېلا بېلو تشخیصیه برخو کې به ناروغانو ته خدمات ترسره کوي.)

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال همداراز زیاته کړه، د یاد مرکز د جوړېدو اساسې موخه د ننګرهار، کونړ،  لغمان او نورستان  ولایتونو د ناروغانو پر وخت تشخیص، د روغتیایي سکتور ظرفیت لوړول او د بېلا بېلو ناروغیو د تشخیص په برخه کې په بهرنیو هېوادونو د هېواد د وګړو تکیه را کمول دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه مرکز د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو او د مرستو د همغږۍ او روغتیایي چارو د پیاوړتیا ریاستونو له لوري د ګلوبل فنډ په مالي لګښت د UNDP ادارې په تخنیکي همکارۍ جوړیږي، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به یې د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS