د کونړ ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي
د کونړ ولایتي روغتون د رغونې چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په چټکۍ سره روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د روغتون کاري چاپېریال ښه او د ناروغانو لپاره به د خدمتونو وړاندې کولو اسانتیاوې لا زیاتې شي.
د دې رغونې په بهیر کې د روغتون د بېلابېلو برخو معیاري کولو او د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د شرایطو ښه والي لپاره اړینې چارې ترسره کېږي؛ څو روغتیايي کارکوونکي وکولای شي په مناسب چاپېریال کې خپلو مسلکي دندو ته دوام ورکړي او مراجعینو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کونړ د اوسېدونکو روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره د روغتون ظرفیت لا پیاوړی شي او د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
