د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو مخنیوي ټیم له لوري د خواجه بغرا نمبر ۲ عالي لېسې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه
د دې غونډې اساسي موخه د زده کوونکو د پوهاوي کچې لوړول وو؛ تر څو هغوی د نشه يي توکو له خطرونو او ناوړه پایلو څخه خبر او د دې زیانمنې پدیدې د خپرېدو مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې ولټول شي.
په دې غونډه کې د جنګلک ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ټيم د نشه يي توکو د منفي او تخریبي اغېزو په اړه معلومات وړاندې او د ځوانانو د پوهاوي کچې لوړول یې د سالم ژوند په دودولو کې مهم وباله. نوموړي ټینګار وکړ، چې روږدیتوب یوازې یو فردي ستونزه نه ده، بلکې یوه جدي ټولنیزه او روغتيايي ستونزه ده، چې کورنۍ او ټولنه اغېزمنوي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول غونډې کولای شي، د نشه يي توکو پر لور د ځوانانو د لېوالتيا په کمولو او د یوې سالمې او باخبره ټولنې په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
