د څېړنې مېتودولوژۍ د اغېزمنې زده کړې او عملي تطبیق په موخه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۴۲
MOPH

یاد ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ لوی ریاست اړوند د څېړنو او کلینیکي مطالعاتو ریاست مسؤلینو له لوري د عامې روغتیا وزارت د مرکزي روغتونونو ټرینر متخصصینو په شمول، ۲۴ مرکزي کارکوونکو او د ننګرهار، کندوز، بلخ او هرات ولایتونو څلور تنه ټرینر متخصصینو ته د علمي ظرفیت لوړونې، د څېړنیزو اصولو او مېتودونو زده کړې، د څېړنو معیاري کولو او اغېزمنتیا په موخه پیل شو.

په دغه ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د څېړنې د پلان جوړونې، معلوماتو راټولولو او تحلیل، د څېړنیزو مقالو لیکلو او د اخلاقي اصولو مراعاتولو برخو کې روزنه ورکړل شي؛ ترڅو ګډونوال د ترلاسه شویو مهارتونو او پوهې په کارولو سره معیاري، باکیفیته او اغېزمنې څېړنې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS