د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د (اسلامي همکاریو سازمان) مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۲:۴۵
MOPH

په دې ناسته کې د  بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو لپاره د (اسلامي همکاریو سازمان ) د سر منشي مرستیال، او د افغانستان لپاره د دې سازمان سر منشي ځانګړي استازي ښاغلي طارق بخیت، د یاد سازمان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائیوي رئیس نوره الرشود، د ( OIC) غړو هېوادونو کې د ښځو د پراختیا سازمان (WDO) اجرايوي رئیس افنان الشعيبي د (OIC) د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د اجراییوي رئیس مرستیال ثقلين جاويد، د (OIC) د دفتر مشر محمد سعید العیاش، د سیاسي برخې مدیر سیف الله خان، مالي او اداري مدیر توفیق احمد ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد د اسلامي همکاریو سازمان مسئولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د روغتیا برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان په ملاتړ  او  همکارۍ ټینګار وکړ او هم یې یاد پلاوي ته افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په تړاو معلومات ورکړل.

 

ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سرمنشي څرګنده کړه چې افغانستان کې روغتیا برخه کې همکاریو ته اماده يو او یادونه یې وکړه چې د روغتیايي ځالو ملاتړ، تغذيې او نورو برخو کې همکاري ترسره کول یې لومړیتوبونه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۶
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتېژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

په کور دننه د روغتیايي تولیداتو ملاتړ د دې ستراتېژۍ مهمه برخه ده.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه

د ریاست‌ الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه کې:

د افغانستان روغتیايي سکتور لا ډېرې پاملرنې او. . .

BACK TO NEWS