د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد روغتیايي نظام د پیاوړتیا، اصلاح او پراختیا په موخه د روغتيا پنځه کلنې عمومي ستراتیژۍ د معرفي کولو او تشريح غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د افغانستان ا.ا. د ریاستالوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت ښاغلو مرستیالانو او مرکزي رئيسانو، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري، پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، ماليې وزارت، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ لوی رياست مسؤلينو او استازو، د سفارتونو، نړیوالو روغتیايي ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د افغانستان ا.ا د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د روغتونونو تجهیز او د اوږدمهاله پلانونو پلي کولو ته ژمن دی او د افغانستان روغتیايي سکتور لا هم پراختیا ته اړتیا لري، چې په دې برخه د کې د پام وړ ګامونه اخيستل شوي دي.
همداراز، د عامې روغتیا وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي دا ستراتیژي د هېواد د روغتیايي نظام اصلاح او پراختیا لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل: د دې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پراخ، کیفیت به لوړ او روغتیايي زیربناوې او بشري ظرفیتونه به پیاوړي شي.
ښاغلي وزير زیاته کړه، د دې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به د هېواد د روغتیايي نظام لا پیاوړتیا او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره زمینه برابره او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د عادلانه او پراخ لاسرسي په برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز، د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي د روغتیا عمومي ستراتیژۍ اووه بنسټيزې ساحې تشریح او د هېواد د روغتیايي وضعیت ښه والي برخه کې یې د دغو ساحو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه دا ستراتیژي یواځې یوه نظري طرحه نه، بلکې د عملي کېدو وړ او عمل محوره ستراتیژي وبلله چې د مشخصو موخو، فعالیتونو او عملي اقداماتو له لارې به د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او ورته د خلکو لاسرسی پراخ کړي.
د دې غونډې په دوام د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري وویل: د روغتیا عمومي ستراتیژي د مور او ماشوم مړینې کمولو او په بنسټيزه توګه د روغتيايي سکټور د پياوړتيا لپاره مهم ګام دی او په مرسته به يې د روغتيايي خدماتو په کيفيت کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي.
سربېره پر دې د عامې روغتيا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل وویل: د روغتیا عمومي ستراتیژي د هېواد د روغتیايي اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ د علمي او تخنیکي اصولو له مخې جوړه شوې، چې اووه محوري ساحې رانغاړي او له مخې به يې د روغتیايي زیربناوو او روغتونونو د تجهیز، وقایوي او معالجوي خدمتونو د پراختیا، واکسیناسیون د پوښښ زیاتوالي او د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو په برخو کې عملي اقدامات ترسره شي.
بل لور، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر، ډاکټر ایډوين سینیزا سلواډور د روغتیا پنځه کلنه عمومي ستراتیژي مهمه وبلله او د افغانستان روغتیايي نظام پیاوړتیا او د خدمتونو لا ښه والي برخه کې یې د دې ستراتیژۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
