د عامې روغتیا وزارت له لوري د لاسونو پاکوالي نړیواله ورځ د "پاک لاسونه ژوند ژغوري" تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۲:۴۹
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دې وزارت یو شمېر رئیسانو، د بېلا بېلو مرکزي روغتونونو رئيسانو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو  او روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، پاکوالی د ایمان برخه یاده کړه او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې یې په صابون د لاسونو مینځل اړین وبلل.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال همداراز وویل، پاکوالي ته پاملرنه او په ځانګړي ډول د لاسونو مینځل ګڼې اسلامي، اقتصادي او طبي ګټي لري او په همدې موخه یې د لاسونو پاکوالي ته پاملرنه اړینه وبلله.

د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس، ډاکټر احمد سیر پاڅون وویل، لاسونه د ناروغیو په انتقال کې اړین رول لري او کولای شي د ناروغ کس څخه روغ کس ته د انتاني او کوویډ ۱۹ ناروغیو سربېره ګڼې نورې ساري او ویروسي ناروغۍ انتقال کړي، چې په همدې موخه یې پاکوالي ته پاملرنه اړینه ده.

نوموړي همداراز زیاته کړه، د لاسونو پاکوالي ته د پاملرنې په مرسته کولای شو د مړینو او ناروغیو کچه راکمه او د ساري ناروغیو د انتقال مخنیوی وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

BACK TO NEWS