د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري بدخشان ولایت کې لس ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو
دغه پروګرام چې د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د اداري او مسلکي ماسټرټرېنرانو په شتون کې د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریاست د ۱۶۰ تنو اداري او روغتیايي کارکوونکو لپاره ترسره شو، په کې تدارکات، پلان جوړونه، بشري سرچینو، ظرفیت لوړونه، روغتیا او خوندیتوب، او تخنیکي پروګرامونه لکه IPC، لومړنۍ مرستې (First Aid)، بنسټیز ژوند ژغورنه (BLS) او د ICU مهارتونه شامل و.
د دې روزنیز ورکشاپ موخه د بدخشان ولایت د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي او اداري وړتیاوو پیاوړي کول، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر ښه کول او خلکو ته د خدماتو د کیفیت لوړول و.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مسئولین ټینګار کوي، چې په ولایتونو کې د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړول د دغه وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او ورته روزنیز پروګرامونه به په نورو ولایتونو کې هم په دوامداره توګه ترسره کېږي، تر څو خلکو ته لا معیاري او اغېزمن روغتیايي خدمات وړاندې شي.
