د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو د وروستۍ زلزلې له امله زموږ ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان شوي او زیات شمېر نور ټپیان دي، د دې ناورین د متضررو شویو کسانو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د ژغورنې لپاره اړینه ده، چې په اغېزمن ډول روغتیايي خدمتونه او ضروري اسانتیاوې برابرې شي او له موجودو سرچینو څخه په مؤثره توګه ګټه واخیستل شي.

په همدې موخه د کونړ د عامې روغتیا ریاست په ولایتي او د ولسوالیو په کچه ځانګړې کمېټې ګمارلي دي، تر څو د همغږۍ او خدمتونو د سم مدیریت چارې پرمخ یوسي.

له ټولو ملي او نړیوالو ادارو، ملي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو (انجوګانو) او د خصوصي روغتیايي سکټور له همکارانو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې که غواړي د زلزله ځپلو لپاره د روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو برابرولو کې مرسته وکړي، نو لومړی دې د کونړ د عامې روغتیا ریاست اړوندو کمېټو سره اړیکه ونیسي؛ تر څو هغه سیمې په ورته په نښه شي چې د خدمتونو وړاندې کولو ډېره اړتیا په کې لیدل کېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري . . .

Back to announcements