د تخصصي او ثالثي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مسلکي کمېټې غړو او د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو په شتون کې د تخصصي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو لپاره په شرایطو برابرو ۱۴ استادانو څخه تقریري ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د رتبو د سیستم له مخې واخیستل شوه او موخه یې د تخصصي روغتونونو لپاره د علمي، مسلکي او وړ کسانو ټاکل دي، تر څو د تخصصي زده کړو او روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د اکمال تخصص لوی ریاست ژمن دی، چې د تخصصي زده کړو په ټولو برخو کې د شفافیت، عدالت او وړتیا اصل په پام کې نیولو سره د علمي او مسلکي پرمختګ لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
