د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10/12 نېټې) په تعقیب لیکو:

د دې ریاست د وړاندیزونو او د وزارت د مقام د 1447/11/10 نېټې د حکمونو پر بنسټ، هغو درنو ډاکټرانو ته چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي او د عامې روغتیا وزارت د تخصص پروګرام کې شامل شوي؛ خو تر اوسه یې د خپلې P2 د ترلاسه کولو لپاره د کارکوونکو چارو لوی ریاست ته مراجعه نه ده کړې او یا یې د خپلې ګمارنې پروسه نه ده بشپړه کړې، خبر ورکول کېږي چې ژر تر ژره د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته ۱۴۰۵ د ثور میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې د تقرر او ګمارنې  پروسې د بشپړولو لپاره د کارکوونکو چارو لوی ریاست ته مراجعه وکړي او  خپل اسناد  اړوند روغتون ته وسپاري.

که چېرې په پورته ټاکلې موده کې یاد ریاست ته مراجعه ونه کړي یا خپل بشپړ اسناد اړوند روغتون ته تسلیم نه کړي؛ نو د هغوی بستونه به بيا ځلې ازموینو لپاره اعلان شي او وروسته به د شکایت حق نه لري.

یادونه: نوماندان کولای شي د اړتیا په صورت کې د نورو معلوماتو لپاره له دې واټس اپ شمېرې (0788209637) له لارې اړیکه ونیسي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتيا وزارت اړوند د الشفا روغتون خالي بستونو د شارټ لېست په اړه!

د  تحریري او تقریري ازموینو/ شارټ لېست په پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ چې د  درې کاري ورځو په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

خبرتیا!

موضوع: کندز ولایت ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د کندز ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده . . .

Back to announcements