خبرتیا!

rasooli_admin
moph

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړندوالي کچې کمولو په موخه، د ۱۴۰۵ کال د تلې (میزان) میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست حوزوي روغتون ته استول کېږي او د دې ولایت بې‌وزلو او اړمنو هېوادوالو ته به په وړیا توګه د سترګو روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د دغه ټیم له لوري به لاندې روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي:

* د ۳۰۰ تنه ناروغانو د سترګو د پردې وړیا عملیات

* د ۶۰۰ تنو لپاره د مطالعې عینکو وېش

* د ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰تنو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو وېش

له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه، چې په پکتیا ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ وي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

خبرتیا!

موضوع: کندز ولایت ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د کندز ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د تخصص پروګرام د ټرېني ډاکټرانو د مقررۍ او اسنادو د طی مراحل په اړه، چې د ۱۴۰۵‌ کال بستونو کې په مرکزي او ولایتي روغتونونو کې شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د . . .

Back to announcements