د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د تخصصي روغتونونو د اکمال تخصص پروګرام د نسایي او ولادي څانګې د ټرینر متخصص بستونو د ټینري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

ټاکل شوې ده، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام دوهم پړاو ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي. له همدې امله هغه محترم متخصصین چې په شرایطو برابر وي او غواړي په یاده ازموینه کې ګډون وکړي، کولای شي په حضوري ډول د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت ته، چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون په انګړ کې موقعیت لري، مراجعه وکړي او د نسایي او ولادي څانګې لپاره نوملیکنه وکړي.

شرایط:

•          نوماند باید له اړوند تخصصي څانګې فارغ وي.

•          د نوماند عمر باید له ۵۰ کلونو زیات نه وي.

•          د مونوګراف د دفاع یا جامع ازموینې (Comprehensive) نمره باید له ۷۵٪ سلنې څخه کمه نه وي.

•          د تخصص دورې ازموینې او جامع ازموینه / د مونوګراف دفاع باید په لومړي چانس کې ترسره شوې وي.

•          نوماند باید د جراحۍ د پرنسیب له مخې په ساري ناروغیو لکه HCV، HIV، HBS اخته نه وي.

اړین اسناد:

          د تخصص سند کاپي

          د پوهنتون د سند کاپي

          د تخصص دورې د فایل کاپي

          د تابعیت د تذکرې کاپي

          د HCV، HIV، HBS د معایناتو پایلې د یو معتبر مرجع لابراتوار څخه

د نوملیکنې ځای او وخت:

وخت: د نوملیکنې پیل نېټه: ۱۳ / ۱۱ / ۱۴۰۴ هـ ش

د نوملیکنې پای نېټه: ۲۲ / ۱۱ / ۱۴۰۴ هـ ش

ځای: د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت، د وزیر محمد اکبر خان روغتون انګړ، دوهم منزل، د هیمیوډیالیز تعمیر.

یادونه: د اړتیا په صورت کې کولای شئ له دې (0788209637) شمېرې سره اړیکه ونیسئ یا پیغام پرېږدئ.

نېټه: ۱۴ دلوې ۱۴۰۴ هـ ش

۱۵ شعبان ۱۴۴۷ هـ ق

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتيا وزارت اړوند د الشفا روغتون خالي بستونو د شارټ لېست په اړه!

د  تحریري او تقریري ازموینو/ شارټ لېست په پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ چې د  درې کاري ورځو په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

خبرتیا!

موضوع: کندز ولایت ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د کندز ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده . . .

Back to announcements