د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: د کیور روغتون تخصصي برنامې ته د انټرنس (شمولیت) ازموینې لپاره نوملیکنه!
ټاکل شوې د کیور روغتون په کورني طب او پتالوژي څانګو کې د تخصص لپاره د انټرنس (شمولیت) ازموینه د یاد روغتون د ټاکل شویو معیارونو سره سم د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ په شرایطو برابرو نوماندانو څخه واخیستل شي.
له همدې امله، محترم ډاکټر صاحبان کولای شي د کیور روغتون د معیارونو سره سم د ازموینو ملي ادارې دفتر د ویب پاڼې له لارې نوملیکنه وکړي.
یادونه: محترم نوماندان کولای شي د لاندې لینک په کارولو سره د ازموینې لارښوونې، د ازموینې حوالې او د ازموینې د نوملیکنې شرایط هم وګوري:
(https://www.linkedin.com/company/cure-hospital-a-facility-of-be-team-international/ )
د ازموینې نېټه: به وروسته د عامې روغتیا وزارت او د ازموینو ملي ادارې دفتر د رسمي ویب پاڼې له لارې اعلان شي.
د ستونزې پر مهال د دې WhatsApp شمېرې 0788209637. سره اړیکه ونیسئ:
په درنښت
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست
نېټه: ۱/۱/۱۴۴۷