د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د زابل له والي ملا شېر محمد شريف او د دغه ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۲
moph

په دې لیدنه کې د زابل د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان، د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، شته ستونزو او اړتياوو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او د ماشومانو د روغتیايي ستونزو کمولو او د خدمتونو د پراختیا په موخه یې د روغتیايي ټیمونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه؛ څو اړمنو خلکو ته پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې شي.

دغه راز، د زابل والي د عامې روغتیا وزارت له پروګرامونو او هڅو د ملاتړ تر څنګ د روغتیايي خدمتونو ښه والي لپاره د همغږۍ او ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزیر، د زابل د روغتیايي وضعیت ښه والي په موخه د همکارۍ او لازمې پاملرنې ډاډ څرګند او ويې ويل: د خدمتونو د پراختيا په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې عمومي روغتونونه جوړيږي، چې زابل ولايت يې هم برخه دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS