د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د فراه له والي، ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې په فراه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا، خلکو ته د لا غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
د فراه والي د عامې روغتیا وزارت له پاملرنې او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا او د ناروغانو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، شته ستونزو د حل او اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ څرګند او زياته يې کړه، چې دغه وزارت په ټول هېواد کې خلکو ته د اړینو او عادلانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
