د اریانا طبي کمپلکس څخه د عامې روغتیا وزارت د مرستیال لیدنه؛ د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۳۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د اریانا طبي کمپلکس څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وویل: (عامې روغتیا وزارت د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل کړی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی، دا بهیر د دوامدارو هڅو او اړین چمتووالي وروسته د روزل شوي مسلکي ټیم له لوري پر مخ وړل کېږي).

ښاغلي مرستیال همداراز، د اعتبار ورکولو پروسې اړوند ټیم ته لارښوونه وکړه، چې دا بهیر په بشپړ شفافیت او پوره پاملرنې سره مخ ته یوسي؛ تر څو هېوادوالو ته د معیاري خدمتونو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر به په لومړي پړاو کې په مرکز او وروسته به په ولایتونو کې پر ټولو خصوصي روغتونونو تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۲:۱۵
Background image

د اماني لېسې زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې اړوند جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز مرکز د نشه‌ یي توکو له استعمال څخه د مخنیوي ټیم له لوري د اماني لېسې زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۲:۵
Background image

د کابل د روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو ته د BLS (د ژوند لومړنیو مرستندویه کړنو) روزنیز ټریننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د کابل ولایت د یو شمېر روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د اریانا طبي کمپلکس څخه د عامې روغتیا وزارت د مرستیال لیدنه؛ د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د اریانا طبي کمپلکس څخه. . .

BACK TO NEWS