جوزجان ولایت کې د يو روغتيايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۵:۳۸
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان ولايت خواجه دوکوه ولسوالۍ په دښتې ليلیې سيمه کې د پنځوس زره امریکایي ډالرو په لګښت د يو روغتيايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رئيس قاري ذبيح الله حسيني او يوشمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، مولوي محمد اسحق صاحبزاده په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل، دې ولایت ته یې د سفر موخه سپينو او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدماتو رسول دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه روغتیايي مرکز د پنځوس زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو او ورسره به د ځايي اوسېدونکو روغتيايي ستونزې تر ډېره حل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له تخنیکي استازو سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د هېواد په سرحدي سیمو کې د فعالو روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو د لا ښه همغږۍ، د عامې روغتیا وزارت د سرويلانس له څانګې سره د همکارۍ او په DHIS2 سیستم کې د روغتيايي معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملاریا، لشمانیا او ډینګي ناروغیو مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاين پیل شو

دغه کمپاين د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام په هڅو پیل شوی، چې موخه یې د ناروغیو د لېږدوونکو حشراتو له منځه وړل او د خلکو روغتیا خونديتوب دی، چې د سپین بولدک، ژړۍ او پنجوایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د مور په شيدو د تغذيې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړيوالو همکارو ادارو او رسنيو استازو ګډون کړی و، د. . .

BACK TO NEWS