د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له تخنیکي استازو سره ليدنه وکړه
په دې لیدنه کې د هېواد په سرحدي سیمو کې د فعالو روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو د لا ښه همغږۍ، د عامې روغتیا وزارت د سرويلانس له څانګې سره د همکارۍ او په DHIS2 سیستم کې د روغتيايي معلوماتو د ادغام په اړه هر اړخيز بحث او خبرې تر سره شوې.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې له سرحدي سیمو څخه د روغتیايي معلوماتو د راټولولو، ثبت او راپور ورکولو لپاره به یو معیاري فورم جوړ شي؛ څو اړوند معلومات د عامې روغتیا وزارت د DHIS2 سیستم له لارې په دقیق، منظم او معیاري توګه ثبت او مدیریت شي.
