د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د بلخ حوزوي روغتون له روغتیايي خدمتونو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴۶
balkh

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د بلخ حوزوي روغتون له ټولو چارو څخه له نږدې د لیدنې ترڅنګ د ټولو هغه روغتیايي کارکوونکو څخه چې هېوادوالو ته په صادقانه ډول خدمت ترسره کوي مننه وکړه او روغتیايي کارکوونکي یې د ولس رېښتوني خدمتګاران وبلل.

ښاغلي وزیر همداراز روغتیايي کارکوونکي وهڅول؛ تر څو ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې  او روغتیايي ستونزو ته یې په وخت سره رسېدنه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په موخه د خیرخانې ۱۰۲ بستریز او استقلال تخصصي روغتونونو څخه څلورم پړاو نظارت ترسره شو

د ټرینر متخصصینو، ټریني ډاکټرانو د ستونزو او اکمال تخصص پروګرام د تشو ارزونې په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي چارو ریاست د څارنې ټیمونو د خیرخانې ۱۰۲ بستر او استقلال تخصصي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۲
Background image

د غزني ولایت تخنیکی پوهنتون څه باندې ۷۰۰ محصلینو ته د نشه‌ يي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه علمي سیمنار تر سره شو

یاد سیمنار چې د غزني عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي مسؤلینو له لوري تر سره شو، ګډونوالو ته په کې د عامه پوهاوي اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون روغتیايي خدمتونه وارزول

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روداتو ولسوالۍ د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS