عامې روغتیا وزارت نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۴۷
moph

عامې روغتیا وزارت د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د آزادې سیالۍ له لارې د نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونو لپاره د ګمارنې په موخه د اعلان پروسه پیل کړه

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو په شتون کې د دغه وزارت په تالار کې ترسره شوه، د مالي او اداري چارو مرستیال په کې وویل: د عامې روغتیا وزارت کار اهل کار ته د سپارلو، د وړتیاوو پر بنسټ د مسلکي کادرونو د جذب او په روغتونونو کې د مسلکي ظرفیت پیاوړتیا په موخه د دې وزارت نږدې ۵۰۰۰ خالي بستونه په مرکز او ولایتونو کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

هغه زیاته کړه، په دې بستونو کې له دویم تر شپږم بستونه شامل دي او متخصصین، ډاکټران، سرپرستان، لابراتوار کارکوونکي، ایکسری، انستیزي تخنیکران، ارتوپيدي ټکنالوجست، فزیوتراپست، سیول انجینران او اداري او خدماتي اشخاص به په کې د آزادې سیالۍ له لارې وګمارل شي.

همداراز، په ولایتي کچه ۱۲۰۰ اداري او HMIS بستونه چې د ولایتونو د ولسوالیو اړوند دي او ۱۸۰۰ مسلکي بستونه چې د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند دي، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارل شوي دي.

سربېره پر دې، د الشفاء روغتون نږدې ۱۸۰۰ نوي ایجاد شوي او خالي بستونه به هم د روان کال په ترڅ کې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان شي، چې له دې سره به د مسلکي او اداري کادرونو د جذب لپاره د پام وړ زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې په یادو بستونو کې د ګمارنې بهیر به د وړتیا، مسلک، تحصیلي اسنادو او ټاکل شویو شرایطو پر بنسټ په شفاف ډول او د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شي؛ ترڅو وړ او مسلکي کسان وکولای شي د خپلو وړتیاوو له مخې د عامې روغتیا وزارت په بېلابېلو برخو کې د خدمت زمینه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۱
Background image

د خوړو او درملو مرستیال په ممبۍ کې د کیفیت کنټرول له خصوصي لابراتوار څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي هند هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې په ممبۍ ښار کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول خصوصي لابراتوار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۶
Background image

د نس ناستي ناروغي!

نس ناستی په ماشومانو کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده؛ خو د مناسبې پاملرنې او پر وخت درملنې له لارې د ناوړه پایلو مخه نیول کېدای شي.

د ماشومانو د نس ناستي پر مهال لاندې سپارښتنو ته جدي. . .

BACK TO NEWS