له نندارتون څخه د مسؤولینو د لیدنو په جریان کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د روغتیا افغانستان له دویم نړیوال او کورني نندارتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۲۸
moph

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي نجم الرحمن فضلي او د دې شرکت یو شمېر نورو کارکوونکو د افغانستان د روغتیا په دویم نړیوال او داخلي نندارتون کې ګډون وکړ.

د شرکت پلاوي د نندارتون په بېلابېلو برخو کې د درملو له تولیدوونکو اوعرضه‌کوونکو شرکتونو لیدنه وکړه او د یادو شرکتونو له مسؤولینو سره یې د درملو د تولید، کیفیت، عرضه او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د یادونې وړ ده چې له نندارتون د هیوادوالو لیدنې ادامه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۲۵
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د «افغانستان د روغتیا» پنځه ورځنی دوهم داخلي او نړیوال نندارتون نن درېمه ورځ هم دوام لري

په دغه نندارتون کې کورنیو او بهرنیو تولیدي شرکتونو، د درملو واردوونکو او تولیدوونکو شرکتونو، خصوصي روغتیايي بنسټونو او اړوندو ادارو خپل تولیدات، روغتیايي محصولات او خدمتونه نندارې ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د شمال زون د کلینیکونو آمرینو او د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون مسلکي کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ، د شمال زون د کلینیکونو آمرینو ته د پوهاوي لوړونې او چلند بدلون (BCC) تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS