د کتلوي معافیت او پولیو پروګرامونو کارکوونکو لپاره د عامې روغتیا پیاوړتیا (Frontline) پروګرام درېیمه دوره پیل شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټیټیوټ له لوري، د افغانستان د ساحوي اپیډیميولوژۍ پروګرام په همکارۍ، د کتلوي معافیت ملي پروګرام او پولیو پروګرام ۲۵ تنو کارکوونکو ته، چې د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه یې ګډون کړی ده، د پنځو میاشتو لپاره د عامې روغتیا پیاوړتیا (Frontline) پروګرام درېیمه دوره پیل شوه.
دغه پروګرام د ختيځې مديترانې د روغتيا شبکې (EMPHNET) په تخنیکي ملاتړ ترسره کېږي، چې موخه یې د ساري ناروغیو څېړنې، د عامې روغتیا څارنې، د معافیت کمپاینونو، د عامې روغتیا بېړنیو حالاتو ته د ځواب ویلو، د ناروغیو د لاملونو موندلو، پېژندلو او د هغو د خپرېدو مخنیوي په برخو کې د ګډونوالو د وړتیاوو لوړول دي.
د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم په خپلو خبرو کې د ساري ناروغیو په اړه د اسلام مبارک دین د لیدلوري په بیانولو سره د علمي څېړنو او ارزونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د دغو ناروغیو د لېږد او خپرېدو لاملونه علمي څېړنو او کره ارزونو ته اړتیا لري؛ ځکه کله ناکله داسې هم پېښېږي، چې ځینې کسان له ناروغ سره له مستقیم تماس پرته هم پر ناروغۍ اخته کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې باید له شته فرصتونو څخه د ساري ناروغیو د لاملونو او د لېږد لارو چارو د لا ښه پېژندلو لپاره ګټه واخیستل شي.
همدارنګه، د عامې روغتیا ملي انسټېټیوټ رئیس، ډاکټر عبدالجبار حیدر د افغانستان د ساحوي اپیډیمولوژۍ پروګرام د اهمیت، د روغتیايي کارکوونکو د وړتیاوو په لوړولو او د ساري ناروغیو د ژر تشخیص، څېړنې او د خپرېدو مخنیوي برخه کې د دغه پروګرام د رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
بل لور، د افغانستان ساحوي اپیډیمولوژۍ روزنیز پروګرام تخنیکي مشاور، ډاکټر خواجه میر اسلام سعید د دغه پروګرام د مخینې، په افغانستان کې د جوړېدو، د تېرو کلونو د لاسته راوړنو، درسي موادو او د روزنیزې دورې په لړ کې د ساحوي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د روغتیايي کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو او د هېواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې د دغه پروګرام پر اهمیت ټینګار وکړ.
